KabulSportsافغانستاندری

دوو افغان لوبغاړو د سوېلي اسیا سیالیو کې یو د سرو او یو… — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-02 14:17:56🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس دوو ملي لوبغاړو د سوېلي اسیا سیالیو کې یو د سرو او یو د سپنیو زرو مډالونه وګټل. د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د سوېلي اسیا ۱۶م پړاو سیالیو په لومړۍ ورځ کې میوند بابکرخېل د سرو زرو او ریاض رحمان احسان د ۲۱ کلنو ځوانانو په کټګورۍ کې د نقرې مډال ترلاسه کړ. د سوېلي اسیا سیالۍ د بوتان په پلازمېنه تیمفو کې ترسره کېږي او په دغو سیالیو کې له افغانستانه ۱۵ ورزشکاران ګډون کړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-02 14:17:56

خط زمانی

  1. Pajhwok

    دوو افغان لوبغاړو د سوېلي اسیا سیالیو کې یو د سرو او یو د سپینو زرو مډالونه وګټل

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-02 10:58:51

دوو افغان لوبغاړو د سوېلي اسیا سیالیو کې یو د سرو او یو د سپینو زرو مډالونه وګټل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button