په ننګرهار کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت د دوربابا ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د زرې سر او تبۍ کنډو په سیمه کې نن شپه شاوخوا ۸:۳۰ بجې یو ځل بیا د طالبانو او د پاکستان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، دغه نښته نن مازدیګر شاوخوا ۴نیمې بجې (یکشنبه د چنګاښ ۱۴مه) د ډیورند کرښې په اوږدو کې د خیبر ولسوالۍ په ذخېخېل تبې کنډو سیمه کې رامنځته شوې او له امله یې ۳ پاکستاني سرتېري ټپيان شوي، خو مقابل لوري ته د احتمالي اوښتې مرګژوبلې په تړاو څه نهدي ویل شوي. سرچینې د نښتې یو لوری پاکستاني سرتېري یاد کړي، خو د مقابل لوري د هویت په تړاو یې څه نهدي ویلي، په وینا یې په دې نښته کې له درنو او سپکو وسلو استفاده شوې ده. سره له دې چې په خیبر ولسوالۍ کې د ډیورند کرښې په بلې خوا کې د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ موقعیت لري، خو په طالبانو کې سرچینو په یاده نښته کې خپل لاس لرل رد کړي دي. د ځايي پاکستاني امنیتي مسوولینو په وینا، دمګړۍ په یاده سیمه کې نښته درېدلې، خو لا هم په سیمه کې وضعیت حساس دی. په ورته وخت کې ځینې نا تایید شوي راپورونه شته، چې ښايي دغه نښته…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
سرچیني: د دوربابا ولسوالۍ په تبۍ کنډو سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
سرچینې
Afghan sources
سرچیني: د دوربابا ولسوالۍ په تبۍ کنډو سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې