EnglishHealthافغانستانهرات

هرات کې ۵۷ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل… — Bakhtar

DevelopingHealthهرات1 SourcesUpdated: 2026-11-01 22:22:14🎙 Listen to radio

Summary: د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې نږدې ۵۷ ټنه بې‌کیفیته، قاچاقي، تقلبي، غیرمجاز، بې‌لېبله او تاریخ‌تېره خوراکي توکي، درمل، روغتیايي محصولات او نور توکي له منځه وړل شوي دي. د هرات د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد باختر اژانس ته وویل، چې دغه توکي د تېرو درېیو میاشتو په موده کې د یاد ریاست د څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري د هرات ښار له درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول کړل شوي وو. د نوموړي په وینا، په له منځه وړل شویو توکو کې بېلابېل خوراکي مواد، درمل، روغتیايي محصولات، د سینګار او پاکولو وسایل شامل وو، چې د غیرمجاز، قاچاقي، تقلبي او بې‌کیفیته‌والي، د لېبل نه‌لرلو او د اعتبار مودې د پای ته رسېدو له امله یې په بازارونو کې د پلور او وېش مخه نیول شوې وه. نوموړي د درملو او د پلورنځیو له مسوولینو غوښتي، چې د توکو د پلور او وېش پر مهال روغتیايي معیارونه او قانوني اصول په پام کې ونیسي او له غیرمجازو او تاریخ‌ تېرو توکو له پلور څخه ډډه وکړي. د یادونې وړ ده، چې د غیرمجاز او تاریخ ‌تېرو توکو راټولول او له منځه وړل د بازار د څارنې، د زیان ‌رسوونکو توکو د پلور د مخنیوي او د هېوادوالو د روغتیا خوندیتوب په موخه ترسره کېږي.

Quick facts

Locationهرات
TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-01 22:22:14

Timeline

  1. Bakhtar

    هرات کې ۵۷ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-01 14:44:43

هرات کې ۵۷ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button