Summary: د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې نږدې ۵۷ ټنه بېکیفیته، قاچاقي، تقلبي، غیرمجاز، بېلېبله او تاریختېره خوراکي توکي، درمل، روغتیايي محصولات او نور توکي له منځه وړل شوي دي. د هرات د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد باختر اژانس ته وویل، چې دغه توکي د تېرو درېیو میاشتو په موده کې د یاد ریاست د څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري د هرات ښار له درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول کړل شوي وو. د نوموړي په وینا، په له منځه وړل شویو توکو کې بېلابېل خوراکي مواد، درمل، روغتیايي محصولات، د سینګار او پاکولو وسایل شامل وو، چې د غیرمجاز، قاچاقي، تقلبي او بېکیفیتهوالي، د لېبل نهلرلو او د اعتبار مودې د پای ته رسېدو له امله یې په بازارونو کې د پلور او وېش مخه نیول شوې وه. نوموړي د درملو او د پلورنځیو له مسوولینو غوښتي، چې د توکو د پلور او وېش پر مهال روغتیايي معیارونه او قانوني اصول په پام کې ونیسي او له غیرمجازو او تاریخ تېرو توکو له پلور څخه ډډه وکړي. د یادونې وړ ده، چې د غیرمجاز او تاریخ تېرو توکو راټولول او له منځه وړل د بازار د څارنې، د زیان رسوونکو توکو د پلور د مخنیوي او د هېوادوالو د روغتیا خوندیتوب په موخه ترسره کېږي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
هرات کې ۵۷ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول
منابع
Afghan sources
هرات کې ۵۷ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول