د اتریش د اساسي قانون محکمې د دوشنبې په ورځ وویل، چې په ښوونځیو کې به له ۱۴ کلونو څخه د کم عمره مسلمانو نجونو پر حجاب د نوي بندیز په اړه د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې پرېکړه وکړي. رويټرز د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د خپلو سرچینو په حواله په یوه راپور کې ویلي، د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا دغه اقدام به د جګړهییزو جنایتونو او نسل وژنې د تعقیبونکې دغې نړیوالې محکمې چارې لا سختې کړي. رویټرز کاږي: «امريکايي چارواکي غواړي چې دا محکمه د اسراییلي مشرانو د نیولو حکمونه او همدارنګه په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په اړه پخوانۍ پلټنې ختمې کړي». ډونالډ ټرمپ تل د دغې محکمې د کمزوره کېدو هڅې کړي او هغه مهال دغو هڅو زور واخیست چې یادې محکمې په غزې کې د اسراییلي ځواکونو له لوري جنګي او بشري ضد جنایتونو له امله د اسراییل د لومي وزیر نتنیاهو د نیولو حکم صادر کړ. دغې محکمې بیا یو کال وروسته د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸مه (د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۷مه) د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده او د دغې ډلې د قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه هم صادر کړل. د جرمونو نړۍوالې محکمې د معلوماتو پر بنسټ، یاد طالب چارواکي لږ تر لږه د۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د اتریش د اساسي قانون محکمه وايي چې پر حجاب د بندیز په تړاو راتلونکی کال پرېکړه کوي
منابع
Afghan sources
د اتریش د اساسي قانون محکمه وايي چې پر حجاب د بندیز په تړاو راتلونکی کال پرېکړه کوي