کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د المپیک، بدنې روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د اتلتیک افغان ورزشکار الهامالدین سراجزي د سریلانکا په کوربهتوب د «ماراتون کلمبو» شلم پړاو نړۍوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی. د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست، نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اتلتیک افغان ورزشکار الهام الدین سراجزي د ماراتون کلمبو شلم پړاو نړۍوالو سیالیو کې ۴۲.۱۹۲ کیلو متره واټن په دوو ساعتونو او ۵۲ دقیقو کې وهلی او د سپینو زرو مډال یې ګټلی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ یوازې سراجزي ګډون کړی و. یاد ریاست لیکلي چې دغه سیالۍ د سریلانکا هېواد په کوربهتوب د ۳۳ هېوادونو په ګډون د اکټوبر په څلورمه پیل شوي او تر اتمې نېټې به دوام وکړي. د کولمبو نړیوال ماراتون د اوږده واټن د منډو نړیوالې سیالۍ دي چې ورزشکاران پکې د بشپړ ماراتون، نیمهماراتون او لنډو واټنونو په منډو کې سیالي کوي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
Sources
Afghan sources
د اتلتیک افغان ورزشکار په نړۍوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه