EnglishKabulافغانستانامنیت

د احمدشاه مسعود د ترور ۲۵مه کلیزه | آمو ټلویزیون — Amu TV

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-09 14:14:18🎙 Listen to radio

نن چهارشنبه د وږي ۱۸مه، د افغانستان د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د ترور له ۲۵مې کلیزې سره برابره ده؛ هغه څوک چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ، د مجاهدینو حکومت او وروسته د طالبانو پر وړاندې په جګړو کې يې پام وړ نقش درلود او پخواني حکومت ورته د «ملي اتل» لقب ورکړی و. احمدشاه مسعود د ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي په ۱۸مه (د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۹مه) د تخار ولایت په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د دوو تنو عرب بریدګرو لخوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، په يوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. دا برید په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو دوه ورځې وړاندې ترسره شو. مسعود د پخواني شوروي ځواکونو پر وړاندې د مجاهدینو د مشهورو قوماندانانو له ډلې و او په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې د پنجشېر په دره کې د مقاومت رهبري پر غاړه درلوده. د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت له سقوط وروسته، هغه د مجاهدینو په حکومت کې د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړه. له هغه وروسته افغانستان کورنیو جګړو ته داخل شو؛ هغه جګړې چې په کې د ښکېلو اړخونو کړنې تر سختو نیوکو لاندې راغلې دي. د طالبانو د لومړۍ دورې د واکمنۍ پر مهال د کابل له سقوط وروسته، احمدشاه مسعود د طالبانو د مخالفې جبهې مشري پر غاړه…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-09 14:14:18

Timeline

  1. Amu TV

    د احمدشاه مسعود د ترور ۲۵مه کلیزه | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-09 11:50:54

د احمدشاه مسعود د ترور ۲۵مه کلیزه | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button