Summary: د اداري کمېسيون نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. ارګ په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د چارو ادارې عمومي ریاست اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.
Quick facts
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-17 15:52:03
Timeline
-
Bakhtar
د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه