Summary: په کابل کې د اذربایجان جمهوریت سفیر الهام محمدوف، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې ده. باختر اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې لیدنې پرمهال، د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د اذربایجان سفیر ته د عامه کتابتون د تاریخي مخینې، فعالیتونو، بېلابېلو برخو او موجودو اثارو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.صمیم ویلي چې عامه کتابتونونه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د هېواد د لیکوالانو د اثارو ساتنې، پالنې او معرفي کولو او څېړونکو، زده کړیالانو او زده کوونکو ته د مطالعې غوره زمینه برابرولو په برخه کې فعالیت کوي.هغه، د افغانستان او اذربایجان ترمنځ پر دوو اړخیزو فرهنګي همکاریو ټینګار کړی او ویلي يې دي چې فرهنګي اړیکې د بېلابېلو اړیکو جوړولو پیلامه ده. دغه راز د اذربایجان سفیر د عامه کتابتون ریاست په تالارونو کې کتابتوني زیرمې او تاریخي ورځپاڼې ارزښتناکې بللې دي. محمدوف هم د هنري او فرهنګي اثارو پر ساتنې، پالنې او معرفي کولو ټینګار کړی او هنر یې د ملتونو د متقابلې پېژندنې او د هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا له مهمو برخو څخه یاد کړی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د اذربایجان سفیر د عامه کتابتون ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه
منابع
Afghan sources
د اذربایجان سفیر د عامه کتابتون ریاست له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه