EnglishKabulافغانستانامنیت

د ارامکو پر تاسیساتو د حوثیانو د برید له ادعا وروسته د تېلو… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-05 03:18:19🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۵): وروسته له هغه چې حوثیانو په سعودي عربستان کې د ارامکو پر تاسیساتو د برید ادعا وکړه، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې؛ دا په داسې حال کې ده چې سعودي د ریاض د هدف ګرځولو دغه ادعا ناسمه بللې وه. رویټرز نن راپور ورکړی چې د برنټ خامو تېلو بیه ۸۱ سنټه، یا ۰.۷۹ سلنه، لوړه شوې او د یوه بېرل بیه ۱۰۳ اعشاریه ۰۶ ډالرو ته رسېدلې ده. د راپور له مخې، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه هم ۴۶ سنټه، یا ۰.۵۰ سلنه، لوړه شوې او د یوه بېرل بیه ۹۱ اعشاریه ۵۷ ډالرو ته رسېدلې ده. رویټرز لیکلي، د تېلو بیې وروسته له هغه لوړې شوې چې حوثیانو پرون ادعا وکړه، په ریاض او خریص کې یې د سعودي عربستان د تېلو شرکت «ارامکو» پر تاسیساتو د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. خو د سعودي په مشرۍ ائتلاف د ریاض د هدف ګرځولو په اړه د حوثیانو ادعا «ګمراه کوونکې» بللې ده. ارامکو د سعودي عربستان د تېلو دولتي شرکت او د نړۍ د انرژۍ له سترو شرکتونو څخه دی. دغه شرکت د سعودي عربستان د تېلو په تولید، تصفیه او لېږد کې مهم رول لري او په فعالیتونو کې یې هر ډول ګډوډي د تېلو پر نړیوالې عرضې او بیو اغېز…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-05 03:18:19

Timeline

  1. Pajhwok

    د ارامکو پر تاسیساتو د حوثیانو د برید له ادعا وروسته د تېلو بیې لوړې شوې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-05 07:47:38

د ارامکو پر تاسیساتو د حوثیانو د برید له ادعا وروسته د تېلو بیې لوړې شوې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button