Englishافغانستانامنیتغور

د ارګ ارشیف څه حالت کې دی؟ – BBC News پښتو — Bbc

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-11-18 11:35:52🎙 Listen to radio

له څو کلونو اندېښنو او پوښتنو وروسته چې ارګ ته د (افغان فلم) د ارشیف له لېږد سره راولاړې شوې وې، بي‌بي‌سي توانېدلې چې د ارګ ارشیف ته ورشي او ورته معلومه شوې چې د افغان فلم زرګونه انځوریز کسټونه د طالبانو حکومت له لوري ډیجیټلي بڼې ته اړول شوي دي. د افغان فلم اداره د طالبانو حکومت په تشکیل کې نشته او له ډېرو سره دا اندېښنه ده، هغه حکومت چې په پخوانۍ بڼه له فلمي صنعت سره جوړ نه دی ښايي د افغانستان دغه تاریخي پانګه په سمه توګه ونه ساتي. د طالبانو حکومت چارواکو بي‌بي‌سي ویلي د فلمونو تر څنګ، د افغانستان د بېلابېلو واکمنیو نږدې نیم میلیونو سندونه هم ډیجیټلي او د له منځه تللو له ګواښه ژغورل شوي دي. زموږ خبریال سید عبد الله نظامي سره د ارګ په یوه وړه سینما کې یو شمېر چارواکي د ولسمشر محمد داود خان د یوې وینا او لمانځنو فلم ته کیناستلي چې وګوري پخوانیو واکمنو دا هېواد څه ډول اداره کاوه. بشپړ رپوټ زموږ پر یوټیوب وګورئ چې لینک یا تړونی یې په لومړۍ تبصره کې موندلی شئ. د دې رپوټ تخنیکي چارې عباس فرزامي سمبال کړې دي.

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-18 11:35:52

Timeline

  1. Bbc

    د ارګ ارشیف څه حالت کې دی؟ – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-11-18 08:07:41

د ارګ ارشیف څه حالت کې دی؟ – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button