د افغانستان د ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په درشل کې، د افغان ښځو او نجونو له حقونو او ازادیو څخه د هغوی د دوامدار محرومیت غندنه کړې. دملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د ښځو په وړاندي د تاوترخوالي د ۱۶ ورځني کمپاین په درشل کې په خپل راپور کې ویلي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی انلاین نړۍ ته هم پراخ شوی او د ښځو د عامه حضور پر وړاندې یې نوی ګواښ رامنځته کړی دی. د راپور په یوه سروې کې ۷۰ سلنه هغو ښځو ویلي، چې په عامه ژوند کې فعالې دي او د بشري حقونو مدافعانې، مدني فعالانې او خبریالانې دي، له انلاین تاوتریخوالي سره مخ شوې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو برخې مشرې، کالیوپي مینګیرو خبرداری ورکړی، چې د تاوتریخوالي د عاملینو د حساب ورکولو پر ځای، ښځې له ډیجیټلي فضا او عامه ژوند څخه شړل کېږي. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې مرستیالې اجراییوي مشرې، نیارادزای ګومبونزوانډا هم ویلي، چې مصنوعي ځیرکتیا اوس کولای شي په څو ثانیو کې د ښځو د بدن جعلي انځورونه یا ډیپفېک جوړ کړي؛ داسې انځورونه چې ښايي د ښځو ټول عمر ورسره پاتې شي. د راپور له مخې، په افریقا کې د نږدې ملګرو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د ښځو اعتراضي غورځنګ د طالبانو د محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه
منابع
Afghan sources
د ښځو اعتراضي غورځنګ د طالبانو د محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه