Kabulافغانستانامنیتدری

د مولانا فضل‌الرحمان پلویانو پاکستان کې مهمې لویې لارې وتړلې — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-26 20:33:27🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان له لوري د لاریونونو له رابللو سره سم، د هغه پلویانو په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مهمې لویې لارې تړلې او دغه‌راز د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ د نښتو او تاوتریخوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي. د پاکستان اکسپرېس نیوز د راپور له مخې، د دغه ګوند پلویانو په پېښور او کویټه او همدارنګه د پاکستان په کراچۍ، لاهور او ځینو نورو سیمو کې د مهمو لویو لارو پر سر پرلتونه وهلي او په ځینو سیمو کې یې ټایرونه هم سوځولي دي. راپور زیاتوي چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د اعتراض کوونکو پر ضد د عملیاتو پر مهال له ۵۰ ډېر کسان نیولي او په پېښور کې یې د ایم‌ون موټروې ترافیکي ګڼه ګوڼه او ګډوډي بېرته کنټرول کړې ده. په کراچۍ کې د حب ریور روډ، سهراب ګوټ او ګګر فتک لارې د اعتراضونو له امله تړل شوې چې ورسره زرګونه موټر په ترافیکي ګڼه‌ګوڼه کې بند پاتې شوي وو. په لاهور کې هم د نیاز بېګ څلورلارې ته غځېدلې لاره تړل شوې وه؛ د راپور له مخې، د ښوونځیو د زده‌کوونکو په ګډون ګڼ کسان ساعتونه په موټرو کې بند پاتې وو. په بلوچستان کې هم د جمعیت علمای اسلام پلویانو په ټولو ولسوالیو کې لاریونونه او پرلتونه کړي او د کویټې–کراچۍ،…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-26 20:33:27

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د مولانا فضل‌الرحمان پلویانو پاکستان کې مهمې لویې لارې وتړلې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-27 01:02:03

د مولانا فضل‌الرحمان پلویانو پاکستان کې مهمې لویې لارې وتړلې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button