Summary: د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزير د مرستيال جمشېد خواجهيف په مشرۍ لوړپوړی پلاوی چې د ياد هېواد دولتي چارواکي او د خصوصي سکټور استازي پکې شامل دي؛ نن له غرمې وروسته کابل ته رارسېدلی دی. ياد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي لخوا د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې هرکلی شوی دی. کابل ته د ازبکستان جمهوریت د لوړپوړي پلاوي د سفر موخه، د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره کتنې او همدا رنګه په کابل کې جوړېدونکې سوداګریز فورم کې ګډون ويل شوي دي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
بهروزرسانی2026-07-25 20:35:47
خط زمانی
-
Bakhtar
د ازبکستان دولتي او د خصوصي سکټور ګډ پلاوی کابل ته را ورسېد