د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر په کابل کې د ازبکستان له سفیر اویبیک عثمانوف سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، د ازبکستان سفیر په افغانستان کې د استوګنیزو کورونو په جوړولو کې پانګونې ته لېواتیا ښودلې ده. د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې، جمعه خان فاتح د اګست په ۱۷مه د بدخشان د نُسي ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو د پوځ له لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت سره یو ځای شو. فاتح چې پخوا د زابل د مرستیال والي په توګه دنده ترسره کړې وه، شاوخوا یوه اوونۍ د طالبانو له ځواکونو سره په نښته کې ښکېل و. راپور وايي، فاتح د نُسي ولسوالۍ له خلکو غوښتي وو چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي. له دې وروسته طالبانو د هغه د وسلهوالو پر ضد عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې دواړو لورو ته مرګژوبله واوښته. د راپور له مخې، د خبرو پر مهال فاتح غوښتنه کړې وه چې دی او ملګري یې په درواز سیمه کې پاتې شي او په بدل کې به اجازه ورنه کړي چې د طالبانو مخالفې وسلوالې ډلې په سیمه کې فعالیت وکړي. د فاتح له تسلیمېدو وروسته د طالبانو چارواکو د هغه د کسانو د بېوسلې کولو بهیر پیل کړی او فاتح کابل…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د ازبکستان سفیر: موږ په افغانستان کې د ښارګوټو جوړولو په برخه کې پانګونې ته چمتو یو
Sources
Afghan sources
د ازبکستان سفیر: موږ په افغانستان کې د ښارګوټو جوړولو په برخه کې پانګونې ته چمتو یو