Summary: د ازبکستان فرهنګي پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د تاریخي ابدو د لیدنې په موخه د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسوولینو، دیني عالمانو، مشرانو او فرهنګیانو سره لیدنه کړې ده. دغه پلاوی، چې مشري یې د ازبکستان د فرهنګي میراثونو ادارې مرستیال رئیس عزیزجان عارفجانوف او په بلخ کې د دغه هېواد سرقونسل جعفر فتاحوف کوله، د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمسالدین محمدي سره خبرې اترې کړې دي. د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمسالدین محمدي ازبکستاني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اندخوی ولسوالۍ د تاریخي ابدو په اړه معلومات ورکړي او د دغو ابداتو د بیارغونې، ساتنې او پالنې په برخه کې یې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي دي. د لیدنې په دوام کې یاد پلاوي د باباولي تاریخي ابده، جامع جومات، مدرسې، د شیبانیانو تاریخي حوض او د څوارلسو معصومینو زیارت لیدنه کړې ده. د ازبیکستان فرهنګي پلاوي د تاریخي او فرهنګي میراثونو پر ساتنې او پالنې ټینګار کړی او د دغو ابدو د ساتنې په برخه کې یې د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له هڅو خوښي څرګنده کړې ده.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د ازبکستان فرهنګي پلاوي د فاریاب له تاریخي ابدو لیدنه وکړه