د استقلال د ۱۰۷ مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه — Bakhtar
Summary: بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ : له نن څخه یوسل او اووه کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان مسلمان او غیورو خلکو د الله پاک په نصرت سره د یوې قوي جهادي معرکې په برکت د وخت استعمار برتانوي امپراطوري دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني او زموږ د وطن د بهرني سیاست صلاحیت چې هغه مهال د انګریزانو لخوا سلب شوی و، بیرته افغانانوته اعاده کړي. اسلامي امارت د دغې بریا د یوسل او اوومې کلیزې د رارسیدو له امله خپلو ټولو خلکو ته مبارکي وايي. دغه کامیابي د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتېجه کې ترلاسه شوې وه چې تر نن ورځې زموږ خلک پرې ویاړې او ستاینه یې کوي. همدا راز له دغې بریا وروسته افغانانو په دوه نورو سترو محاذونو کې (د شوروي اتحاد په مقابل کې او بیا د امریکايي اشغال په وړاندې) هم پرلپسې بریاوې تر لاسه کړې چې الحمد لله د افغانانو په تاریخ کې د میړانو او سرښندونو ستر باب ترې جوړ شو. په یوه پيړۍ کې د نړۍ دریو سترو قوتونوته ماتې ورکول لومړی د الله جل جلاله نصرت او احسان دی او بیا د دې مجاهدو خلکو کلک ایماني هوډ او غیرت و چې د خپل دین او عقیدې په ساتنه کې یې څرګند کړ. اوس د دې وخت دی چې زموږ ځوانان او راتلونکي نسلونه هم د خپلو اسلافو په قدم ګام کیږدې او تل د هر ډول تجاوز او اشغال په وړاندې په خورا کلکه اراده او قوي عزم ودریږي. نن د اسد ۲۸ مه د استقلال ورځ په داسې مهال لمانځو چې څلور ورځې وړاندې مو د امریکايي اشغال څخه د فتحې ورځ ولمانځله موږ باید د الله تعالی ډیر شکر ادا کړو چې داسې ستر نعمتونه یې راباندې لورولي دي، نو باید د مقدس شریعت کلکه پابندي وکړو او هره کامیابي د الله جل جلاله احسان او نصرت وبولو. والسلام د افغانستان اسلامي امارت
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د استقلال د ۱۰۷ مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه
Sources
Afghan sources
د استقلال د ۱۰۷ مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه