Summary: د زمري ۲۴مه، د افغانستان د فتحې، امریکايي اشغال د پای او د هېواد د خپلواکي ورځ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مشري، د امارتي ادارو په همغږۍ او د ولسونو په پراخ ګډون سره؛ په ټول هېواد کې په منظم او متنوع ډول ونمانځل شوه. د دغې ویاړمنې ورځې نمانځنه د سترو غونډو، مشاعرو، ادبي او فرهنګي ناستو، هنري، ورزشي او رزمي نندارو، د موټرو کاروانونو د هوایي ځواک له لوري د ننداریزو حرکتونو او د ګلونو په شیندلو ترسره شوه. په دغو مراسمو کې د افغان ولس پر مبارزو، قربانیو، خپلواکي، امنیت او ثبات، وحدت او د هېواد د آبادۍ او پرمختګ پر اهمیت ټینګار وشو. د خلکو پراخ ګډون، د نظام او ملت تر منځ د تفرقې اوازې ناسمې ثابتې کړې او یوځل بیا څرګنده شوه چې ملت د نظام ترڅنګ کلک ولاړ دی او په پوره قوت یې ملاتړ کوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د زمري ۲۴مې د پنځمې کالیزې په مناسبت ټولو درنو هېوادوالو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ؛ د دې ورځې د مراسمو په ترسره کولو کې د ټولو امارتي ادارو، رسنیو، فرهنګي بنسټونو، علماوو، فرهنګیانو، عامو خلکو او ټولو لوریو له همکاریو او پراخ ګډون څخه مننه کوي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د استقلال پنځمې کالیزې د نمانځنې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه
سرچینې
Afghan sources
د استقلال پنځمې کالیزې د نمانځنې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه