د اسلاماباد د ترهګرۍ ضد محکمې له ضمانت پرته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر او د خیبر پښتونخوا د سر وزیر سهیل اپریدي، د دغه ایالت د پوهنې وزیرې مینا خان، د ملي شورا غړي شاهد خټک او د اطلاعاتو وزیر شفیع جان د نیولو امر کړی دی. په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او دا مهال د نیول شویو کډوالو لپاره په جوړ شوي هغه کمپ کې ده چې له دغه ځایه بیا کډوال افغانستان ته لېږدول کېږي. د نیول شوې مېرمنې زوی عبدالغفور افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د کوېټې د ګوالمنډۍ اوسېدونکي دي او له ډېرې مودې راهیسې په کراچۍ کې مېشت دي. د خپلې مور د نیولو په اړه یې وویل: «مور مې فقیر کالونۍ ته یوې کوژدې ته ورغلې وه، هلته د شپې رېنجرو (نیمهپوځي ځواک) چاپه وهلې وه، زما مور یې هم له نورو خلکو سره نیولې ده». هغه زیاته کړه، چې مور یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه نیول شوې، لومړی د پولیسو حوزې او بیا د کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته لېږدول شوې او اوس هم هلته ده. هغه وویل، چې دوی ټول د پاکستان پېژندپاڼې لري، خو بیا هم نیول کېږي. هغه زیاته کړه، «زه زارۍ ورته کوم…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د اسلاماباد یوې محکمې د خیبر پښتونخوا د سر وزیر په ګډون د دوو وزیرانو د نیولو امر کړی
منابع
Afghan sources
د اسلاماباد یوې محکمې د خیبر پښتونخوا د سر وزیر په ګډون د دوو وزیرانو د نیولو امر کړی