Summary: تبصره: د هېوادونو د دوامدار پرمختګ بنسټ یوازې په لنډ مهاله اقتصادي فعالیتونو نه، بلکې په هغو بنسټیزو پروژو ولاړ وي چې د اقتصاد، ترانسپورټ، انرژۍ، اوبو، کرنې او عامه خدمتونو لپاره اوږدمهاله زمینه برابروي. افغانستان چې له اوږدو جګړو وروسته د بیارغونې او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوی، د بنسټیزو پروژو پراختیا ورته یوازې د ابادۍ موضوع نه، بلکې د اقتصادي راتلونکي د جوړولو اساسي اړتیا ده.د اسلامي امارت د پنځو کلونو د حکومتولۍ په ترڅ کې د هېواد د بیارغونې او بنسټیزو پروژو موضوع د پام وړ ځای لري.د لویو لارو، پلونو، اوبو رسولو، برېښنا، کرنې، روغتیا، ښار جوړونې او نورو برخو کې د پروژو پلي کېدل کولای شي د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.د سړکونو او ترانسپورټي شبکو پراختیا د بنسټیزو پروژو له هغو برخو څخه ده چې د هېواد بېلابېلې سیمې له یو بل سره نښلوي.کله چې لارې جوړې او ترانسپورټي مسیرونه پیاوړي شي، د خلکو تګ راتګ اسانه کېږي، کرنیز محصولات بازارونو ته رسېږي، سوداګري پراخېږي او د هېواد داخلي اقتصادي اتصال پیاوړی کېږي.د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د انرژۍ موضوع هم ځانګړی اهمیت لري؛ صنعت، کرنه، سوداګري او حتی د خلکو ورځنی ژوند له برېښنا سره مستقیم تړاو لري؛ د برېښنا د تولید او وېش د ظرفیتونو پراختیا کولای شي د کورنیو تولیداتو لپاره زمینه پراخه او د پانګوالو لپاره د فعالیت شرایط لا ښه کړي.د اوبو مدیریت او د اوبو لګولو پروژې هم د افغانستان د راتلونکي اقتصاد له مهمو اړتیاوو څخه دي.افغانستان پراخې کرنیزې ځمکې او د اوبو طبیعي سرچینې لري؛ خو د دغو سرچینو اغېزمن مدیریت او د اوبو لګولو د شبکو پراختیا کولای شي د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه، د بزګرانو عواید زیات او د هېواد د خوراکي امنیت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.په ټوله کې، د بنسټیزو پروژو پراختیا د افغانستان د ابادۍ یوه مهمه برخه او د اقتصادي پرمختګ لپاره اوږدمهاله پانګونه ده.سړکونه، برېښنا، اوبه، رېل پټلۍ، صنعتي مرکزونه او نور بنسټونه د هېواد د راتلونکي اقتصاد ملا تیر جوړوي.که دغه پروژې د ملي اړتیاوو، مسلکي معیارونو او اوږدمهاله پلان له مخې دوام ومومي، افغانستان کولای شي له یوه وارداتي او کمزوري اقتصادي جوړښت څخه د تولید، ترانزیټ، صنعت او سیمه ییز اتصال پر یوه فعال مرکز بدل شي او د ابادۍ او پرمختګ نوی پړاو لا پیاوړی کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د بنسټیزو پروژو پراختیا؛ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ نوی پړاو د پام وړ دی
سرچینې
Afghan sources
د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د بنسټیزو پروژو پراختیا؛ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ نوی پړاو د پام وړ دی