د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په ۵۲مه غونډه کې، چې د اکتوبر په ۱۷ او ۱۸مه د عراق په پلازمېنه بغداد کې جوړېږي، د افغانستان ترڅنګ د یمن او سوډان پر کړکېچونو او د اسلامي نړۍ پر سیاسي، بشري او اقتصادي ستونزو هم خبرې کېږي. دغه سازمان د اکتوبر ۱۷مې، د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې، په مناسبت ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره باید په ټولنیز خوندیتوب، روغتیايي خدمتونو او زدهکړو کې پانګونه زیاته شي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل پیغام کې ویلي: «ښځې له دوهګوني کړکېچ سره مخ دي؛ د بېوزلو په ډله کې یې ونډه زیاته ده، خو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په پرېکړو کې یې ونډه کمه ده.» د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په ټوله نړۍ کې د خورا بېوزلۍ کچه راټیټه شوې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ترمنځ. په دې موده کې د صفر او ۱۴ کلونو ترمنځ د عمر لرونکو کسانو د بېوزلۍ کچه له پنځو تر اته سلنه راکمه شوې، په داسې حال کې چې د لویانو ترمنځ دا کموالی له څلورو تر شپږ سلنه و. خو په ۲۰۲۴ کال کې لا هم د نړۍ ۹،۹ سلنه ښځې او ۹،۵ سلنه نارینه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي
منابع
Afghan sources
د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي