د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې هېواد یې د افغانستان د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري او د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې پراخ اقدامات په پام کې نیولي دي. دوی خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لاهم د اندېښنې وړ دی. د ۲۰۲۴کال د سپټمبر په ۲۵مه استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ ژمنه کړې وه، چې د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې له امله به طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون له مخې ځواب ویلو ته اړ باسي.مدني بنسټونو له دغه تاریخي نوښت څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې تر دوو کلونو وروسته د دغه بهیر د راتلونکو پړاوونو په اړه عامه معلومات محدود دي او د بشري حقونو د سرغړونو زیاتېدو له امله په دې برخه کې روڼتیا ډېره اړینه ده. د مدني ټولنې بنسټونو په هغه اعلامیه کې چې جمعه (د تلې ۳مه) د «رواداري» پر وېبپاڼه خپره شوې ویلي، طالبانو د ۲۰۲۶کال «د جزايي اصولنامې» په ګډون د نویو ځپونکو فرمانونو او قوانینو په صادرولو سره د ښځو پر وړاندې ظلم لا بنسټیز کړی دی. سربېره پر دې د «زوجینو د تفریق فرمان» په ضمني ډول د ماشومانو ودونه قانوني کړي او د ښځو اساسي واک یې محدود…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره: په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو
سرچینې
Afghan sources
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره: په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو