د اسپانیا د ابیانوسا دي مونیو کلی د یوې ځانګړې شپې لپاره چمتووالی نیسي، سره له دې چې په دغه کلي کې نژدې هېڅ اوسېدونکي نشته، رستورانتونه پکې نه شته او لیدونکي هم ډېر کم ورغلي وي. ځینې کلي د خپل ارام او سکون احساس له امله مشهور وي. له هغو یو هم د اسپانیا د شمال په بورګوس ولایت کې پروت کوچنی کلی ابیانوسا دي مونیو دی. په دې کلي کې نه رستورانت شته او نه دوکانونه. یوازې یوه مېخانه لري چې هېڅکله خپل دروازې نه پرانیزي او د خوراکي توکو یو پلورنځی لري چې فعالیت یې درېدلی دی. که یو څوک په غور غوږ ونیسي، یو پټ او نری غږ به واوري؛ د 'ترکاڼۍ مچۍ' د لاوندر پر بوټو راڅرخي او ټیټ اوازونه باسي. دا بوټي د دوبي د تود لمر له امله سوځېدلي ښکاري. له هغوی پورته، د سپینو او تورو مرغیو سندریز غږونه اورېدل کېږي چې د ډبرو کورونو د چتونو ترمنځ په هغو کوڅو کې الوځي چې نژدې له خلکو تشې دي. د کورونو تر شا بیا یوازې د یو کرنیز ټراکټور غږ اورېدل کېږي، چې په دې ځای کې د انسانانو د شتون نژدې یوازېنۍ نښه بلل کېږي. د دې چوپتیا په منځ کې، د نژدې یوې نانوايۍ سپین رنګه کوچنی موټر هره اونۍ یو ځل کلي ته راځي او هغو لږو اوسېدونکو ته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bbc
د اسپانیا د هغه کلي کیسه چې یوه شپه کې دوه ځله تیاره پرې راځي – BBC News پښتو
منابع
External sources
د اسپانیا د هغه کلي کیسه چې یوه شپه کې دوه ځله تیاره پرې راځي – BBC News پښتو