Politicsافغانستاندریغور

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ښوونيزو مرکزونو ترمنځ تازه هوکړه؛ زرګونو ځوانانو… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsغور1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-28 17:03:04🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او يو شمېر ښوونيزو مرکزونو ترمنځ د تازه هوکړې له مخې به زرګونو ځوانانو ته د وړيا زده کړو زمينه برابره شي. ياد وزارت نن د همکارو خصوصي پوهنتونونو د تقدير او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رياست او ښوونيزو مرکزونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليکونو د لاسليکولو په موخه غونډه جوړه کړې وه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي قدرت اللّٰه جمال په ياده غونډه کې وويل:"د وياړ ځای دی، چې په نننۍ غونډه کې دولتي مسوولين او د خصوصي پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو استازي په ګډه افغان ځوانانو ته د غوره ښوونيزو خدمتونو وړاندې کولو په موخه راټول شوي دي." هغه زياته کړه، چې افغانستان د سياست، حکومتولۍ، شجاعت او علميت ښه تاريخ لري او موږ هيله من يو، چې د حکومت او خصوصي سکټور په ګډو هڅو سره به هېواد يو ځل بيا په علمي ډګر کې د نړۍ سيال او پخوانی برم بېرته ترلاسه کړي. ښاغلي جمال په اړوندو برخو کې خصوصي پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو مسوولينو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. ورته مهال د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې اجرائيه رئيس ولي الرحمن عزيزي په ياده غونډه کې وويل:"دمګړۍ په هېواد کې تر ۱۰۰ ډېر خصوصي پوهنتونونه فعال دي، چې څه باندې ۱۰۰ زره محصلين پکې په زده کړو او ۱۶ زره تنه علمي کادر او اداري پرسونل پکې په خدمت او کار بوخت دي. هغه ډاډ ورکړ، چې په علمي برخه کې د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي او همکارۍ به ورسره کوي. په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو رئيس مولوي سيد داود اغا هاشمي وويل چې افغانان په خپل اسلاميت، افغانيت، ازادۍ، ننګ او نواميسو کلک ولاړ خلک او په يادو برخو کې د نړۍ په کچه وياړمن بلل کېږي. هغه همدارنګه غوښتنه وکړه، چې خصوصي پوهنتونونه او ښوونيز مرکزونه بايد ټوله هڅه وکړي، چې ځوانان په عالي اسلامي او افغاني روحيه وروزي. د دغه وزارت او ښوونيزو مرکزونو ترمنځ د تازه هوکړه ليکونو له مخې به په بېلابېلو ښوونيزو مرکزونو کې زرګونو ځوانانو ته د وړيا او په لوړ تخفيف د زده کړو زمينه برابره شي. په نننۍ غونډه کې د دغه وزارت له لوري يو شمېر همکارو خصوصي پوهنتونونو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول. د يادونې وړ ده، چې د دغه وزارت له لوري تر دې وړاندې هم په يو شمېر خصوصي پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې زرګونه ځوانانو ته د وړيا او په لوړ تخفيف د زده کړو زمينې برابرولو په موخه د دې وزارت او يادو بنسټونو ترمنځ ورته هوکړه ليکونه لاسليک شوي وو.

اطلاعات کوتاه

مکانغور
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-28 17:03:04

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ښوونيزو مرکزونو ترمنځ تازه هوکړه؛ زرګونو ځوانانو ته د وړيا زده کړو زمينه برابرېږي

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-28 14:44:50

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ښوونيزو مرکزونو ترمنځ تازه هوکړه؛ زرګونو ځوانانو ته د وړيا زده کړو زمينه برابرېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button