Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهی بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له خبریالانو، د رسنیو له مسوولینو سره وکتل. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دې لیدنه کې د بغلان د رسنیو پر وضعیت، شته ستونزو او د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې. په دې لیدنه کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د دغه ولایت د رسنیو ستونزې او اړتیاوې بیان کړې او له رسنیو سره یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه. ورته مهال، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهی وویل، چې د رسنیو د ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي او د دولتي ادارو له ویاندویانو یې وغوښتل، چې له رسنیو سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې همکاري وکړي او اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړي. په دې لیدنه کې د ملي راډیو ټلوېزیون امر مولوي سمیعالله یاسر، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي عبدالواحد وحدت، د تنویر ګروپ مسوول او د خبریالانو استازي محمد حارث سیار هم خبرې وکړې. دوی اطلاعاتو ته د لاسرسي د پراختیا او د خبریالانو د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین د بغلان له خبریالانو سره وکتل
Sources
Afghan sources
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین د بغلان له خبریالانو سره وکتل