KabulNewsافغانستانپښتو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي یو… — Bakhtar

روان خبرNewsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-25 12:18:39🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي، نن د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي یو شمېر محصلین د نوښتونو او هنري فعالیتونو د ترسره کولو له امله وستایل. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د فرهنګ او هنر معین په خپلو خبرو کې وویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر په برخه کې د محصلینو بشپړ ملاتړ کوي او د هغوی لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي.شیخ عبدالرحمن طیبي له یادو محصلینو څخه وغوښتل چې د خپلو هنرونو له لارې د ټولنې د اصلاح، د یووالي ټینګښت او د اسلامي نظام د ساتنې لپاره هڅې وکړي او د عصري علومو ترڅنګ؛ د دیني علومو زده‌ کړې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.د ښکلو هنرونو پوهنځي محصلینو هم، په خپل وار، د هنرمندانو د هڅونې او ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، له پاملرنې او ملاتړ څخه قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه چې له خپلو هنري وړتیاوو څخه په استفادې به د اسلامي نظام د ساتنې او ټینګښت، د ټولنې د اصلاح، د افغانانو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا او د اسلامي فرهنګ د ترویج او پېژندنې په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتي.په پای کې، یادو محصلینو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معین له لوري ډالۍ ورکړل شوې.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-08-25 12:18:39

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي یو شمېر محصلین وستایل

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-25 10:30:32

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي یو شمېر محصلین وستایل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button