KabulPoliticsافغانستاندری

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د “کابل کتاب” تر عنوان لاندې… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-01 13:08:44🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست له لوري د ۱۴۰۵ لمريز کال د "کابل کتاب" تر عنوان لاندې جشنواره نن په کابل کې ترسره شوه. د دغې جشنوارې د ترسره کولو موخه، کتاب لوستلو ته د هېوادوالو هڅول، د کتاب ارزښت په اړه پوهاوی ورکول او په هېواد کې د مطالعې فرهنګ رواجول دي.په دې جشنواره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو، د نړیوالې ټولنې استازو، په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو ډیپلوماتانو، د پوهنتون استادانو او د هېواد ګڼ شمېر ليکوالو او فرهنګيانو ګډون کړی و.د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د يادې جشنوارې په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين مهاجر فراهي، د مطالعې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې مطالعه او د کتاب لوستل، د ټولنو د ښېرازۍ او پرمختګ سبب ګرځي او د ځوانانو د ذهنونو په تنویر کې مهم رول لوبوي. په همدې اساس د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د ترويج او پياوړتيا په لاره کې ډېرې هڅې کړې او د کتاب لوستلو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. فراهي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د کتاب يوه ملاتړه اداره وبلله او زياته يې کړه: "د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له خوا پر هغو کتابونو چې د هېواد په دننه کې چاپېږي؛ مالیه معاف شوې او هغه کتابونه چې له بهره واردېږي؛ مالیه یې د پام وړ راټیټه شوې ده؛ نو له دې څخه معلومېږي چې اسلامي امارت د کتابونو د چاپ او د ناشرانو بشپړ ملاتړ کوي."د خپرونو چارو معین د هېواد له پوهانو، استادانو، ليکوالو او کورنیو څخه وغوښتل چې مطالعې ته د ځوانانو په هڅولو کې؛ له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري وکړي او داسې کتابونه دې وليکي چې ځوان نسل ورته اړتيا ولري.وروسته، د عامه کتابتونونو رئيس دوکتور رفیع الله صمیم، وویل: "د عامه کتابتونونو ریاست په دې باور دی چې فرهنګي پراختیا او علمي بډاینه؛ له نړۍ سره د اسلامي ثقافت په رڼا کې سالم تعامل او د تجربو شریکولو ته اړتیا لري او موږ، په کابل کې له سفارتونو او کورنیو او نړیوالو فرهنګي بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د دغه ریاست د لا تجهیز، بډاینې او پراختیا په لاره کې همکاري وکړي."دغه راز، د ملي ارشیف رئیس قاري عبیدالله حنیف په خپلو خبرو کې وویل چې په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې اشغالګرو، د افغانستان د ورانولو په ځانګړې توګه د فرهنګي او علمي بنسټونو د له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو د اسلامي امارت په واکمنۍ سره په ډېر لږ وخت کې د نورو برخو ترڅنګ؛ فرهنګي برخې ته هم ډېره پاملرنه وشوه او په دې سره د دښمنانو هڅې ناکامې شوې. قاري حنیف هم پر کورنیو او نړیوالو فرهنګي بنسټونو غږ وکړ چې د افغانستان له فرهنګي برخې سره مسلکي او تخنیکي همکاري وکړي.د جشنوارې په دوام، په کابل کې د اندونیزیا سفارت شارژدافیر دوکتور «نندا ایوالیست» او نورو ويناوالو د کتاب او مطالعې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او د لیکوالانو د هڅولو، په هېواد کې د مطالعې فرهنګ د ترویج او کتاب ته د بازارموندنې په اړه یې یو لړ وړاندیزونه او مشورې شریکې کړې.په پای کې، د جشنوارې ګډونوالو د کتاب نندارتون له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-01 13:08:44

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د "کابل کتاب" تر عنوان لاندې جشنواره ترسره شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-01 10:43:18

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د "کابل کتاب" تر عنوان لاندې جشنواره ترسره شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button