KabulPoliticsافغانستانپښتو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري یو شمېر هنرمندان وستایل شول — Bakhtar

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-27 00:27:18🎙 راډیو واورئ

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست له لوري نن د یوې غونډې په ترڅ کې د نقاشۍ، خطاطۍ او میناتورۍ هغه هنرمندان په ستاینلیکونو او نغدي ډالیو وستایل شول، چې د زمري د ۲۴مې په ویاړ یې د لویې جرګې په تلار کې اثار نندارې ته اېښودل شوي وو. د یادو اثارو اروزنه او داوري د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د دوو تنو استادانو له لوري ترسره شوې وه، چې په پایله کې ۴۵ اثار د ډالیو ګټونکي اعلان شوي وو. د هنرستان رئیس مفتي محمد لعل منیب په یاده غونډه کې د دغو اثارو له هنرمندانو څخه مننه وکړه، چې په ښه ډول یې د ټولنې انځور په خپلو اثارو کې لیدونکو ته وړاندې کړ. ښاغلي منیب زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور فرهنګ وزارت د افغان هنرمندانو ملاتړ ته ژمن دی او د دې ډول اثارو د تولید ستاینه او قدرداني یې کوي. ورته مهال یو شمېر هغو هنرمندانو چې اثار یې د ډاليو ګټونکي په ګوته شوي و، د هنرستان ریاست د دې ګام ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډول تشویق او قدراني به یې لا ښه کار او د غوره اثارو تولید او پنځونې ته وهڅوي. هغوی په دې برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅې وستایلې او د دې ډول برنامو د دوام غوښتنه یې هم وکړه. د دې غونډې په څنډه کې هغه اثار هم نندارې ته ایښودل شوي وو، چې ډالۍ یې ګټلې وې. د یادونې وړ ده، چې د هنرستان ریاست تر دې وړاندې هم د افغان هنرمندانو د هڅونې په موخه ورته پروګرامونه په لاره اچولي وو.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-27 00:27:18

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري یو شمېر هنرمندان وستایل شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-26 13:00:23

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري یو شمېر هنرمندان وستایل شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button