Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شیر احمد حقاني د دغه وزارت له مسوولینو سره په یوه ناسته کې د سپارل شویو مسوولیتونو په ترسره کولو کې پر دقت، اخلاص، ژمنتیا، د بېلابېلو برخو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ او د مراجعینو چارو ته پر ښه رسېدنې ټینګار وکړ. دغه ناسته کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د فرمان پر ښه تطبیق هم ټینګار وشو.نوموړي د فرامینو پر تطبیق، د بیتالمال پر ساتنه، له مراجعینو سره پر مناسب چلند او د اداري چارو د پرمخ وړلو پر مهال د اصولو پر رعایت هم ټینګار وکړ او دغه ناسته یې د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت وباله.ناسته کې دا راز د یاد وزارت د فرهنګ او هنر معین شیخ عبدالرحمن طیبي ویلي، چې دا مهال د هېواد د بیارغونې لپاره مناسب فرصت برابر شوی چې په وینا یې، مسوولین دې له دې فرصت ګټه پورته او خپلې وړتیاوې او انرژي دې د هېواد د پرمختګ په برخه کې وکاروي.د یادونې وړ ده، چې په دې ناسته کې مسوولینو ته توصیه شوې چې د قوانینو او فرامینو په تطبیق کې پوره غور وکړي او اداري اصول دې په ښه توګه رعایت کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د چارو د ترسره کولو په برخه کې پر بشپړې ژمنتیا ټینګار وکړ
منابع
Afghan sources
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د چارو د ترسره کولو په برخه کې پر بشپړې ژمنتیا ټینګار وکړ