Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېر احمد حقاني میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د مجاهد موزیم، کتابتون، د ریاست له امریتونو او تر کار لاندې جومات څخه لیدنه کړې. د دې لیدنې پر مهال ښاغلي شیخ شېراحمد حقاني د مجاهد موزیم د جوړېدو او فعالیت ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دغه موزیم د هېواد د جهاد تاریخ، تاریخي ارزښتونه او د مجاهدینو قربانۍ راتلونکو نسلونو ته ورپېژني او د ملي میراثونو په ساتنه کې مهم رول لري.د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب الله مجاهد ویلي، موزیم په محدودو امکاناتو جوړ شوی او پکې لرغوني اثار، د مجاهدینو نظامي وسایل، د قلمي نسخو ټولګه، د شهیدانو یاد ګارونه او د هغوی نوملړ ساتل کېږي.شیخ شېر احمد حقاني د تر کار لاندې د جومات ساختماني چارو او کتابتون څخه هم لیدنه کړې، چې د جومات معیاري جوړېدو سپارښتنه یې کړې او د کتابتون د پاتې چارو د بشپړولو لپاره یې ډاډ ورکړی دی.نوموړي د یاد ریاست مسوولینو او کارکوونکو هڅې ستایلي او سپارښتنه یې کړې، چې د فرهنګي او تاریخي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ، خلکو ته د اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې هم لا ډېرې هڅې وکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بېلابېلو برخو لیدنه کړې
سرچینې
Afghan sources
د اطلاعاتو او کلتور وزیر د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بېلابېلو برخو لیدنه کړې