DiplomacyKabulافغانستاندری

د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ترانسپورټ درې‌‌اړخیز دهلېز جوړېږي — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-16 09:53:21🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ترانسپورټ د درې‌اړخیز دهلېز پر جوړېدو هوکړه شوې او ښایي د یادو هېوادونو توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ټرانزیټ او ولېږدول شي. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ځمکني ترانسپورټ قوانینو او معاهداتو رییس یارمحمد رمضان د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ په درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ. سرچینه زیاتوي، یاده غونډه چې د ایران په مشهد ښار کې د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د ترانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه او د ځمکني ترانسپورټ برخه کې د همکاریو پراختیا او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه پکې خبرې وشوې. یاد وزارت لیکلي، په دې غونډه کې هوکړه وشوه څو د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ترانسپورټ درې‌اړخیز دهلېز رامنځته شي او د دې هوکړې له مخې، ښايي د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ترانزیټ او ولېږدول شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-16 09:53:21

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ترانسپورټ درې‌‌اړخیز دهلېز جوړېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-16 14:20:49

د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ځمکني ترانسپورټ درې‌‌اړخیز دهلېز جوړېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button