Summary: د افغانستان اسلامي امارت رئیسالوزراء ملا محمد حسن اخند، د کابل – جلالآباد دویم لین سړک رغنیزې چارې له نږدې لیدلې دي. رئیسالوزراء سره د کابل – جلالاباد دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه د لیدنې پر مهال د کابل د سروبي ولسوالۍ اړوند تېزین درې ته په دغه سفر کې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع او یو شمېر نورو امارتي مسئولینو ملتیا کوله. د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا محمد حسن اخند د یاد سړک له رغنیزو چارو څخه د لیدنې پر مهال د ټولګټو چارو وزارت رهبرۍ، د خصوصي شرکتونو مسوولین او کارکوونکي وستایل او هغوی ته یې د یاد سړک د چارو د پر وخت او ښه کیفیت سره د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې. هغه ویلي چې د دغه سړک د چارو په بشپړېدو سره به د ترانسپورټي اسانتیاوو، ټرانزیټ، د خلکو د تګ راتګ او د هغو سیمو په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم بدلون، اسانتیاوې او پرمختګ راشي. د کابل – جلالاباد دویم لین سړک د هېواد له مهمو ترانزیټي او اقتصادي پروژو څخه دی چې په درېیو برخو کې جوړېږي. د کابل له لوري د ۳۲ کیلومتره دویمې برخې رغنیزې چارې اوسمهال شاوخوا ۲۰ سلنه کاري پرمختګ لري. د ننګرهار له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې چارې هم روانې دي او د درېیمې برخې د سروې او ډیزاین چارې د خصوصي شرکت له لوري دوام لري چې له بشپړېدو وروسته به یې عملي کارونه پیل شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د افغانستان اسلامي امارت رئیسالوزراء د کابل – جلالاباد دویم لین سړک رغنیزې چارې له نږدې ولیدلې
منابع
Afghan sources
د افغانستان اسلامي امارت رئیسالوزراء د کابل – جلالاباد دویم لین سړک رغنیزې چارې له نږدې ولیدلې