کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په کابل کې د افغانستان او اوزبېکستان سوداګریز فورم چې د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۶۰۰ سوداګرو، پانګهوالو او چارواکو په ګډون جوړ شوی و، د ۲۲ سوداګریزو هوکړهلشیکونو په لاسلیک کېدو سره پای ته ورسېد. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن (سهشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه فورم کې د اوزبېکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي، د اوزبېکستان د ترانسپورټ او کانونو وزیرانو، د فرغانې والي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو رییسانو او د افغانستان او اوزبېکستان څه باندې ۳۰۰ ـ ۳۰۰ سوداګرو او پانګهوالو ګډون کړی و. په خبرپاڼه کې راغلي چې سیدکریم هاشمي په خپله وینا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او دغه فورم یې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې برخو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی. سرچینه کاږي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه تر پنځه میلیارد ډالرو ورسېږي او ترڅنګ یې د ترانزیټ بهیر پر اسانتیا او د لوژستیکي زیربناوو پر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د افغانستان او اوزبېکستان سوداګریز فورم د ۲۲ هوکړو په لاسلیک کېدو پای ته ورسېد
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان او اوزبېکستان سوداګریز فورم د ۲۲ هوکړو په لاسلیک کېدو پای ته ورسېد