EnglishPoliticsافغانستانبلخ

د افغانستان او ايران پر دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو مسايلو خبرې… — Bakhtar

DevelopingPoliticsبلخ1 SourcesUpdated: 2026-07-03 12:44:14🎙 Listen to radio

Summary: ‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر سيد عباس عراقچي سره په تهران کې کتلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان او ايران د دوه اړخيزو اړيکو، د همکاريو پراختيا او سيمه‌ييزو مسايلو په اړه خبرې شوې دي. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي، په خپله «اېکس» ټولنيزه شبکه کې ليکلي دي: ‏"د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ايران اسلامي انقلاب د پخواني رهبر د شهادت د تسليت ترڅنګ؛ پر ايران د امريکا او اسرائيلو د يرغل په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ بيان کړ او هيله يې څرګنده کړه چې د خبرو اترو روان بهير جګړه په بشپړ ډول پای ته ورسوي." مولوي متقي ويلي چې د افغانستان حکومت او ولس د ايران حکومت او ولس په ګڼو برخو کې څرګندې ګډې ګټې لري. دغه راز د ايران د بهرنيو چارو وزير د افغانستان اسلامي امارت دريځ ستايلی او د دواړو هېوادونو اړيکې يې مثبت او مخ پر وده بللې دي. عراقچي ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د همکاريو کچه د ستاينې وړ ده او دواړه هېوادونه د همکاريو د پراختيا لا ډېر فرصتونه لري.

Quick facts

Locationبلخ
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-03 12:44:14

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان او ايران پر دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو مسايلو خبرې وشوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-03 06:10:04

د افغانستان او ايران پر دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو مسايلو خبرې وشوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button