EconomyEnglishافغانستان

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا هڅې

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-08-22 10:26:17🎙 Listen to radio

ایران وايي، له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د دغه هېواد لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او غواړي د سوداګرۍ او ترانزیټ پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د کابينې په وروستۍ غونډه کې، له افغانستان څخه د کرنې وزیر د سفر د راپور له اورېدو وروسته ټینګار وکړ چې له افغانستان سره اقتصادي همکارۍ باید له اوسني حالت څخه لوړې کچې ته ورسول شي. نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ ستونزې په جدي توګه حل کړي. د سیاسي چارو کارپوه وکیل خان ځدراڼ وايي، اسلامي امارت باید له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او له ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي. په همدې حال کې، د ایران له لارې افغانستان ته د عراق د نفتو د انتقال یو نوی ترانزیټي مسیر هم پرانیستل شوی دی. د لومړي ځل لپاره د عراق د نفتو لومړۍ ۵۰ زره ټنه محموله د ایران د کرمانشاه ولایت له رېل پټلۍ څخه د افغانستان او ترکیې بازارونو ته لېږدول شوې ده. د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار صافی وايي، د دغه ډول ترانزیټي مسیرونو پراختیا کولی شي افغانستان ته د سون‌توکو او نورو توکو د واردولو لپاره بدیلې لارې برابرې کړي او د سیمې په سوداګرۍ کې د افغانستان موقعیت لا پیاوړی کړي. د افغانستان او ایران…

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-22 10:26:17

Timeline

  1. Parstoday

    د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا هڅې

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-22 10:12:29

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا هڅې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button