زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان او ایران ترمنځ په وروستیو کې د قونسلي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا هڅې زیاتې شوې دي. په تهران کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو له رئیس مجتبی شصتي کریمي سره لیدلي دي. د سفارت په وینا، په دې لیدنه کې د قونسلي خدمتونو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو اړوند پر موضوعاتو خبرې شوې دي. بل لور ته، په کابل کې د ایران د سفارت چارسمبالي عليرضا بیکدلي له شهزاده سرای څخه لیدنه کړې ده. شهزاده سرای په کابل کې د اسعارو د راکړې ورکړې له مهمو مرکزونو څخه دی. د ایران سفارت د دې لیدنې د موخې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. بلخوا د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په لړ کې، د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل له لارې سوداګري ۹ برابره زیاته شوې ده. د ایران د رېل پټلۍ شرکت وایي، له افغانستان سره د رېل له لارې د مالونو لېږد اوس په میاشت کې شاوخوا ۱۳۰ زره ټنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې پخوا په ټول کال کې له ۱۵ زره ټنو کم مالونه د رېل له لارې افغانستان ته لېږدول کېدل. د دغه شرکت د اټکل له مخې، د افغانستان او ایران…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل له لارې سوداګري ۹ برابره زیاته شوې
Sources
External sources
د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل له لارې سوداګري ۹ برابره زیاته شوې