د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نوي کولو په برخه کې عملي اقدامات پیل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، افغانستان له هغو هېوادونو سره د سرحدي نښو د نوي کولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی چې له افغانستان سره رسمي ګډه پوله لري. بل لور ته د سياسي چارو کارپوهان ګل محمدین محمدي او محمد زلمی افغانيار پوپل د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او سرحدي نښو د نوي کولو اقدام د سرحدي ستونزو د مخنیوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ لپاره مهم بولي او په دې اړه داسې وايي. هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر علي رضا بیګدلي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه خبرې کړې وې. عليرضا بېګدلي ويلي و، ایران چمتو دی له افغانستان سره د ګډ سرحد د تثبیت په برخه کې کار ته دوام ورکړي او نورې هم خپلې چارې ګړندۍ کړي. چارواکي وايي، دغه اقدام به د افغانستان او ایران…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه عملي اقدامات پیل شوي دي
منابع
External sources
د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه عملي اقدامات پیل شوي دي