د طالبانو حکومت او ایراني چارواکو هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ګډ سرحدي ګمرکونه به له دې وروسته ۲۴ ساعته فعالیت کوي. د دې ګام هدف د سوداګرۍ اسانتیا، د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتوالی او د همدې مالونو د ترانزیټ بهیر چټکول بلل شوي دي. دا هوکړه د ایران د ګمرکونو ادارې د عمومي مشر فرود عسکري او د طالبانو حکومت د ګمرکونو د عمومي مشر محمد حامد احمد ترمنځ په تهران کې په یوه ګډه غونډه کې وشوه. دواړو لوریو دغه راز د ګمرکي معلوماتو پر ډیجیټلي تبادلې موافقه کړې، چې د سوداګرۍ اړوند چارې لا چټکې او اسانه شي. د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند هم د ایران د اقتصاد او مالیې له وزیر سیدعلي مدني زاده سره لیدلي او دواړو خواوو د افغانستان او ایران د ګمرکي سیستمونو د نښلولو او د ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت په اړه هوکړه کړې ده. د دې هوکړې له مخې، او د طالبانو د مالیې وزیر په وینا، ټاکل شوې چې د راتلونکې شنبې له ورځې په اسلام کلا بندر کې ګمرکي فعالیتونه په ۲۴ ساعته ډول پیل شي. د طالبانو د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو د پولو بندرونو له لارې د موټرو د تګ راتګ د زیاتولو، په بندرونو کې د "خاک پولي" فیس لغوه کولو، د توکو د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت پر سر هوکړه وشوه – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت پر سر هوکړه وشوه – BBC News پښتو