EconomyKabulافغانستاندری

د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري سوداګرۍ پر پراختیا خبرې شوې دي — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-24 05:14:59🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په دوام د دغه هېواد د سوداګرۍ خونې، د ملي اعتبار ورکولو مرکز او د نفتي محصولاتو د صادروونکو اتحادیې له مسوولینو سره جلا جلا لیدلي دي. د معیار او کیفیت ادارې نن (سې‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دې ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر او د پلان او پالیسۍ رییس مفتي محمدحامد په دغو لیدنو کې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو، د معیارونو پر برابرولو او د شته ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغان پلاوي د ایران د سوداګرۍ خونې له غړو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د معیارونو برابرولو او د شته ستونزو د حل پر لارو چارو بحث کړی دی. دغه‌راز، یاد پلاوي د ایران د ملي اعتبار ورکولو مرکز له رییس سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتبار ورکولو او د مطابقت ارزونې د پایلو د متقابل منلو په اړه د نظر تبادله کړې ده. د خبرپاڼې له مخې، د دغه سفر په بله برخه کې د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس د ایران د نفتي، ګازي او پتروشیمي محصولاتو د صادروونکو اتحادیې له مسوولینو سره هم لیدلي او افغانستان ته د ایران د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-24 05:14:59

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري سوداګرۍ پر پراختیا خبرې شوې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-24 09:43:14

د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري سوداګرۍ پر پراختیا خبرې شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button