د پاکستان د پنجاب په ډېره غازي خان سیمه کې د «چشمه شوګر مېلز» کارخونې له ۱۷ تښتول شویو کارکوونکو ۱۱ تنه یې خوشې شول، خو د ۶ نورو کسانو برخلیک لا هم معلوم نهدی. دغه کسان ۱۰ ورځې مخکې د ناڅرګندو وسلهوالو له لوري تښتول شوي وو. ځايي سرچينو ويلي، ناڅرګندو وسلهوالو د تلې په ۲۹مه د یادې کارخونې ۱۱ کارګر، ۵ امنیتي ساتونکي او یو بل کس تښتولي وو. د سرچینو په وینا، تر اوسه ۱۱ کارګر راخوشې شوي، خو لا هم د پنځو امنیتي ساتونکو او د یوه بل کس برخلیک څرګند نهدی. دا لا تر اوسه روښانه نهده، چې دغه ۱۱ کارګر د کومو شرایطو له مخې یا د څه ډول معاملې په پایله کې ازاد شوي او د پنجاب ځايي مسوولینو هم لا تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي. د دغې پېښې مسوولیت هم هېڅ فرد یا ډلې نهدی منلی. په همدې وخت کې، درملپلورونکي وايي چې د پاکستان ځینې درمل لا هم په غیررسمي ډول د افغانستان بازار ته واردېږي، خو د طالبانو مامورین دغه درمل له بازاره راټولوي. خلیل (مستعار نوم)، چې په هرات کې درملپلورونکی دی، افغانستان انټرنشنل ته وايي چې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست روغتیايي کارکوونکي درملتونونو، شخصي کلینیکونو او د درملنې مرکزونو ته ورځي او پاکستاني درمل راټولوي. د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د پاکستان په پنجاب کې د یوې کارخونې له ۱۷ تښتول شویو کارکوونکو ۱۱ تنه یې خوشې شول
سرچینې
Afghan sources
د پاکستان په پنجاب کې د یوې کارخونې له ۱۷ تښتول شویو کارکوونکو ۱۱ تنه یې خوشې شول