زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کې د ودانیز صنعت، ساختماني چارو او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون، چې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون جوړ شوی و، د ګڼو سوداګریزو هوکړهلیکونو په لاسلیک سره پای ته ورسېد. په دې نندارتون کې د ګاونډي هېواد ایران په شمول ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو ودانیزو او ساختماني شرکتونو ګډون کړی و او د ودانیزو چارو اړوند ساختماني تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي وو. د افغانستان د صنعتکارانو اتحادیې رئیس، عبدالجبار صافي، په دغه نندارتون کې د ایراني پانګهوالو او سوداګرو له ګډون څخه مننه وکړه او هغوی یې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول. د ایران د هامون نایزه شرکت استازی میلاد احمدنژاد په خپلو خبرو کې وویل چې شرکت يې، لېوالتیا لري چې د افغانستان د بنسټیزو زېربناوو د پراختیا په برخه کې پانګونه او همکاري وکړي. نوموړي د ایران پښتو راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی د نندارتون په څنډه کې د افغانستان له څو وزارتونو او سترو شرکتونو سره خبرې کړې دي او هڅه کوي چې دغه خبرې په عملي هوکړو بدلې کړي. همداراز د اصفهان د اوسپنې ویلي کولو شرکت استازی وویل، افغانستان د ودانیزو چارو، سړک جوړونې، کانونو او زیربناوو په برخو کې پراخ ظرفیتونه لري او د دغو ظرفیتونو د فعالولو لپاره صنعتي او اقتصادي همکاریو ته اړتیا ده. هغه وویل، د دوی…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د افغانستان او ایران د شرکتونو په ګډون د ودانیز صنعت نړیوال نندارتون پای ته ورسېد
منابع
External sources
د افغانستان او ایران د شرکتونو په ګډون د ودانیز صنعت نړیوال نندارتون پای ته ورسېد