Summary: د قرغزستان په بشکيک کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني، په ياد هېواد کې د برازیل د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ګډون کړی دی. په هغې خبرپاڼه کې چې نن په بشکيک کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په «اېکس» پاڼه کې خپره شوې ده؛ راغلي چې مولوي عبدالشکور حقاني، د برازیل د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د دغه هېواد غیر مقیم سفیر ته مبارکي وویله او د افغانستان او برازیل ترمنځ يې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. حقاني همدارنګه، د مراسمو په څنډه کې له یو شمېر سفیرانو، ډیپلوماټانو او دولتي استازو سره کتلي او په اړوندو موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.
لنډ معلومات
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-18 15:52:59
مهالوېش
-
Bakhtar
د افغانستان او برازیل ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو