افغانستانامنیتپښتوغور

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه — Bakhtar

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-31 10:08:06🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډلې د عمان پر وړاندې په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د ۳۶۵ منډو په توپیر ستره بریا خپله کړه او د دواړو لوبډلو ترمنځ یې د یو ورځنیو سیالیو لړۍ دوه پر صفر وګټله. د عمان لوبډلې د افغان توپ‌اچوونکو د پرله ‌پسې بریدونو پر وړاندې مقاومت ونه شو کړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۹۷ منډې جوړې کړې.د افغانستان لوبډلمشر سهیل خان د پنځو عماني لوبغاړو په سوځولو سره د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه.همدارنګه، نورعلي نیازي درې، عبدالله همدرد او بلال خان هر یوه یو لوبغاړی وسوځاوه.په دې سیالۍ کې د افغانستان ځوان توپ‌وهونکي طاهر سروري هم د پام وړ لوبه وکړه. نوموړي، چې په لومړۍ سیالۍ کې یې هم سلیزه وهلې وه، په دویمه سیالۍ کې یو ځل بیا تر سلو ډېرې منډې جوړې کړې او پرله‌ پسې دویمه سلیزه یې ثبت کړه.طاهر سروري د خپلې غوره لوبې له امله د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.د یادونې وړ ده، چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌ عمره لوبډلې د عمان پر وړاندې په دواړو سیالیو کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یو ورځنیو سیالیو لړۍ دوه پر صفر وګټله.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-31 10:08:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-31 05:59:42

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button