EconomyEnglishKabulافغانستان

په کابل کې د تابلو‌سازۍ کارگاه او هنري اثار | آمو ټلویزیون — Amu TV

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-28 00:05:05🎙 Listen to radio

تابلو‌سازی له لرغونو او نازکو هنرونو څخه دی چې د ذوق او مهارت ترڅنګ له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مل دی؛ په تېره بیا په داسې حال کې چې د خلکو اقتصادي وضعیت چندان ښه نه دی او د هنري او زینتي توکو پېرل د ډېرو کورنیو په لومړیتوبونو کې نه راځي. سره له دې، یو شمېر هنرمندان لا هم دغه کسب ته دوام ورکوي. په کابل کې د تابلو‌سازۍ په یوه کارگاه کې بېلابېلې هنري تابلوګانې او انځورونه جوړېږي. د دغې کارگاه مسؤلین وايي چې ټولې تابلوګانې په همدغه کارگاه کې تولیدېږي او پېرودونکي یې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه دي. د تابلو‌سازۍ ترڅنګ، په دغه کارگاه کې لرغونې او تاریخي تورې هم شته چې له چوکاټ (قاب) جوړولو وروسته پلورل کېږي. د دغې کارگاه خاوند میر سیف‌الدین له آمو سره په خبرو کې وویل، که څه هم په کار کې یې لږ بدلونونه راغلي، خو د ورځنیو لګښتونو په شمول، د کارگاه عاید یې لګښتونه پوره کوي. هغه زیاته کړه: «پخوا مې په لیسه مریم کې دوکان و، کاروبار ښه و، اوس هم شته او مینه وال لري؛ خو که څوک یې وویني، د خلکو اقتصاد ټیټ دی، خو زموږ توکي زینتي او شوقي دي، څوک چې وسه لري، راځي او اخلي یې.» په دغه کارگاه کې د مېز پر سر د اېښودو نازک او زینتي…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-28 00:05:05

Timeline

  1. Amu TV

    په کابل کې د تابلو‌سازۍ کارگاه او هنري اثار | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-27 22:29:42

په کابل کې د تابلو‌سازۍ کارگاه او هنري اثار | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button