Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوريو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورټي همکاریو او یو شمېر مهمو زېربنایي پروژو په اړه خبرې کړې دي. د ټولګټو وزیر ویلي چې افغانستان او ترکمنستان له يو بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري او افغانستان د ترکمنستان له دوامداره همکاریو څخه مننه کوي. په کتنه کې همدارنګه د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تر کار لاندې پروژو چې د اقینې – اندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ جوړول، د تورغونډۍ بندر پراختیا او د نویو تأسیساتو جوړول پکې شامل دي؛ د کاري پرمختګ، د چارو د لا ښه والي او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه بحثونه شوي دي. د کتنې په پای کې، د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا ترڅنګ، د ترانسپورټي او زېربنایي پروژو په برخه کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر دوام او پیاوړتیا ټینګار شوی دی
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر سوداګریزو او ترانسپورټي همکاریو خبرې شوې
سرچینې
Afghan sources
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر سوداګریزو او ترانسپورټي همکاریو خبرې شوې