Politicsافغانستاندریهرات

د افغانستان او ترکمنستان مسئولینو د پروژو چارو د عملي کېدو پر څرنګوالي… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-19 16:02:15🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار، د TAP پروژې له رئیس مراد ارتیکوف او مل پلاوي سره په کتنه کې؛ د ۵۰۰ کيلوولټ برېښنا انرژۍ لېږد پروژې د چارو چټکتيا، پرمختګونو او يو شمېر نورو پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې ترکمنستاني لوري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې چارو پر چټکتیا او ژر بشپړېدو خوښي څرګنده کړه؛ هغه مهمه پروژه چې افغانستان لپاره له ترکمنستان څخه د لا زیاتې برېښنا انرژۍ را لېږد زمينه برابروي. په کتنه کې همدا رنګه، په هرات کې د نورالجهاد سب‌سټېشن د پاتې چارو پر بشپړولو، د بادغیس د بالامرغاب ولسوالۍ د برېښنا انرژۍ پر تأمین او د «TAP» پروژې چارو پر عملي کېدو او څرنګوالي هر اړخیز بحث شوی دی.یاد پلاوي د TAP پروژې پر ژر پلي کېدو لېوالتيا ښودلې او د نورالجهاد سب‌سټېشن د نيمګړو چارو پر بشپړولو، د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ ته برېښنا انرژۍ تأمین او په اړونده پراختيايي پروژو کې د دوامدارې همکارۍ ژمنه یې کړې ده.د کتنې په پای کې، د افغانستان برېښنا شرکت مسئولینو، په بېلابېلو برخو کې د ترکمنستان د دوامدارې همکارۍ هيله څرګنده کړې ده.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-19 16:02:15

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د افغانستان او ترکمنستان مسئولینو د پروژو چارو د عملي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-19 08:19:35

د افغانستان او ترکمنستان مسئولینو د پروژو چارو د عملي کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button