Summary: د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت اړوند ٢٠٩ الفتح قول اردو د جوزجان یوولسمې سرحدي لواء قوماندان قاري عبدالواصل نظري په مشرۍ، یو پلاوي چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو یو شمېر تخنیکي مسئولینو يې ملتیا کوله؛ د ترکمنستان د امام کرکي سرحدي لواء له قوماندان مخدوم قولي بېردي یوف سره کتلي دي. د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "په دې کتنه کې چې د ترکمنستان په غوښتنه ترسره شوه؛ دواړو لوریو د سرحدي سیمو د امنیت، د پولې دواړو خواوو د پوله ساتو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او نورو اړينو موضوعاتو په اړه بحث وکړ." د کتنې په پای کې، دواړو لوریو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اړیکه ښه بللې او د امنیت په لا ټینګښت کې یې د پوره هڅو ډاډ ورکړی دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د سرحدي سیمو پر امنیت بحث وکړ
Sources
Afghan sources
د افغانستان او ترکمنستان چارواکو د سرحدي سیمو پر امنیت بحث وکړ