کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د افغانستان، قزاقستان، اوزبېکستان، پاکستان او ایران چارواکو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د ټرانسافغان دهلېز د پراختیا او د منځنۍ اسیا – سوېلي اسیا (کاسا) اوسپنې پټلۍ پروژې د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي. د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت د راپور له مخې، دغه غونډه د «نیو سلک وې» نړۍوال سوداګریز فورم په څنډه کې جوړه شوې وه. راپور کې راغلي چې د غونډې ګډونوالو د کاسا اوسپنې پټلۍ پروژې د اوسني وضعیت او د یادې پروژې عملي کېدو، د مسیرونو د همغږۍ، د زېربناوو د پراختیا او د بارونو د لېږد لپاره د ظرفیت برابرولو په اړه بحثونه کړي دي. همدارنګه غونډه کې، د یادو پروژو د تمویل پر لارو چارو، د احتمالي پانګهوالو او نړۍوالو مالي بنسټونو د راجلبولو او د قزاقستان، اوزبېکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا هم خبرې او بحثونه شوي دي. د قزاقستان د ترانسپورت وزیر نورلان ساورانبایف ویلي، ګډونوالو هېوادونو د ټرانسافغان دهلېز د پراختیا او د کاسا اوسپنې پټلۍ پروژې د پلي کېدو لپاره پر خپلې ګډې لېوالتیا ټینګار کړی دی. هغه زیاته کړې، مهمه ده چې بحثونه عملي اقداماتو ته واوړي؛ ځکه د دې پروژې پلي کېدل به د سیمې د هېوادونو ترمنځ نوې ترانسپورتي اړیکه رامنځته کړي، د ټرانزیټ ظرفیت به لوړ، د بار لېږد فرصتونه به پراخ او…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د افغانستان او د سیمې د څلورو هېوادونو چارواکو د «کاسا» اوسپنې پتلۍ پروژې په اړه خبرې کړې
Sources
Afghan sources
د افغانستان او د سیمې د څلورو هېوادونو چارواکو د «کاسا» اوسپنې پتلۍ پروژې په اړه خبرې کړې