کابل (پژواک)- د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه او وروستۍ ټېسټلوبه نن په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ ملي لوبډله نن د زمبابوې پر وړاندې د دویمې او وروستۍ ټېسټلوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه به د افغانستان په وخت سهار ١٠:٣٠ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي پیل شي. د یادونې ده، د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټلوبه مساوي شوې وه.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعSports
منابع1
بهروزرسانی2026-11-13 05:15:06
خط زمانی
-
Pajhwok
د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټلوبه نن پيلېږي
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-11-13 09:44:53
د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټلوبه نن پيلېږي