په اسلاماباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر وویل: د دواړو هېوادونو امنیت متقابلې همکارۍ، خبرو اترو او د یو بل د اندېښنو درک ته اړتیا لري. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلاماباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان امنیت د دواړو لورو د اندېښنو متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري. شکیب پرون ناوخته د پاکستان په ملي دفاعي پوهنتون کې په یولړ څرګندونو کې وویل چې طالبان د افغانستان له خاورې څخه د احتمالي ګواښونو په اړه د اسلاماباد اندېښنې درک کوي او نه غواړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده وشي. هغه په ورته وخت کې ټینګار وکړ: د پاکستان امنیتي اندېښنې باید په افغانستان کې د پوځي اقدام لپاره پلمه نه شي، او امنیتي ادعاګانې باید مشخصې، دقیقې او پر عیني معلوماتو ولاړې وي. د طالبانو سفیر وویل: که اسلاماباد له خپلو امنیتي اندېښنو سره د همکارۍ تمه لري، طالبان هم غواړي چې د افغانستان د امنیتي اندېښنو په اړه مستقیمې خبرې وشي. هغه همدارنګه له کابل او اسلاماباد څخه وغوښتل چې د یو بل په اړه له «زړو او له وخته تېرو شوو انګېَرنو» څخه تېر شي، او وې وئيل د دواړو هېوادونو امنیتي مسئلې له یو بل سره ډېرې تړلې دي. شکیب…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د افغانستان او پاکستان امنیت متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري
Sources
External sources
د افغانستان او پاکستان امنیت متقابلې همکارۍ او درک ته اړتیا لري